د خوړو او درملو ملي ادارې سرپرست، د افغانستان لپاره د «ام.اس.اف» موسسې له رییس فلیپ ریبیرو سره په کتنه کې، د درملو د داخلي تولیداتو پر ملاتړ ټینګار کړی دی. په دې کتنه کې، د خوړو او درملو ادارې سرپرست ویلي چې یاده موسسه باید د خپلو خدماتو وړاندې کولو په برخه کې د افغانستان د درملو داخلي تولیدي فابریکې او همدا راز د درملو له داخلي مارکېټ څخه د درملو خریداري وکړي. د «ام.اس.اف» موسسې رییس هم په خپلو خبرو کې، ژمنه کړې چې د افغانستان داخلي ظرفیت په پام کې نیسي او د داخلي تولیداتو ترڅنګ به د ټولو باکیفیته او معیاري درملو خریداري په افغانستان کې ترسره وکړي.
































