د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت لهخوا نن په کابل کې د ۳۰زره امریکايي ډالرو په لګښت جوړه شوې د دولتي مسلخونو د غوښې پلور څانګه پرانېستله. د یادې نمایندګي د پرانېستلو په اړه جوړو شویو مراسمو ته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د دفتر رییس وویل، خصوصي سکتور ژمنه کړې چې د مسلخونو برخه کې به ۵۰ میلیونه ډالره پانګونه وکړي او په وینا یې، د دولتي مسلخونو د غوښې پلور څانګه پرانیسته یې یوه برخه ده. د کرنې وزارت د دفتر رییس خورشید احمد وویل، د دولتي مسلخونو د غوښې پلورلو نمایندګي کولای شي چې ۲۴ ساعتونو کې پېرېدونکو ته ۱۰ ټُنه غوښه وړاندې کړي. د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د مسوولانو په وینا، دامهال کابل کې دوه دولتي مسلخونه فعالیت کوي چې ډېر ژر به د ښار په کچه څو نور مسلخونه هم جوړ شي.
































