د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د سپاه پاسدران د قدس ډلې د پخواني قومندان د څلورم تلین په مراسمو کې دوه چاودنې شوې او لږ تر لږه ۱۰۳ تنه یې وژلي دي. د مالوماتو له مخې دغه چاودنې نن چهارشنبه د ایران په کرمان ښار کې د قاسم سلېماني د څلورم تلین په مراسمو کې شوې دي، د راپورونو له مخې په یادو دواړو چاودنو کې ۱۰۳ تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۴۱ تنه نور پکې ټپیان شوي دي. د یادو چاودنو څرنګوالی لا معلوم نه دی، خو د ایران یو شمېر رسنیو ویلي، داسې ښکاري چې بریدکوونکو دغه بمونه د ریموټ کنټرول په وسیله چوولي دي. تراوسه د چاودنو مسولیت کومې ډلې نه دی منلی. قاسم سلېماني چې د ایران د سپاه پاسدارن انقلاب د قدس ډلې قومندان و، د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ په درېیمه د بغداد په یوه څنډه کې د امریکا د بې پيلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
































