د سره صلیب نړیوالې کمېتې د افغانستان څانګې پرون پر خپله اېکس پاڼه په یوه لیکلي بیان کې ویلي، چې افغانستان دا مهال له سختو بشري ستونزو سره لاس او ګرېوان دی. د سره صلیب نړیوالې کمېتې د استازولۍ مشره کاترینا ریځ وايي، په پیل شوي ۲۰۲۴م کال کې به د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې له خپلو شریکانو، لکه سرې میاشتې سره یوځای د بې وزلو کسانو لاسنیوي ته دوام ورکړي. ملګرو ملتونو ویلي دا مهال په افغانستان کې څه باندې ۲۹ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري او د ۲۰۲۴م کال په لومړیو درېیو میاشتو کې به هم ۱۵ میلیونه ۷۰۰زره افغانان کافي خواړه ونه لري.
































