روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۱۰۵ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې سره پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۳۶ زره او ۴۷۳ تنو ته رسېدلی دی. د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې پر کرونا اخته یو کس مړ شوی او ۳۱ نور بیا بېرته روغ شوي دي. د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو شمېر ۱ زر او ۲۷۱ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۲۵ زره او ۳۸۹ ته لوړ شوی دی. د یادونې ده چې روغتیا وزارت په دې وروستیو کې یو ځل بیا پر هېوادوالو غږ کړی چې په راتلونکي لوی اختر کې دې د کوچني هغه تېروتنې نه تکراروي او روغتیایي سپارښتنې دې په سمه توګه عملي کړي.
































