د کونړ ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ماڼوکۍ ولسوالۍ کې د یو روغتیايي مرکز د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د مالوماتو له مخې دغه روغتیایي مرکز د ماڼوګۍ ولسوالۍ په لیچلام کلي کې د یونسیار موسسې له لوري د ۲۳.۵ میلیونو افغانیو په لګښت جوړېږي او چارې به یې د ۶ میاشتو په موده کې بشپړې شي. د یادولو وړ ده چې یاد روغتیايي مرکز به ۱۸ خونې، مجهز لابراتوار، شنه ساحه او نورې اسانتیاوې ولري. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د یاد ولایت په شیګل ولسوالۍ کې هم د یوه روغتیایي مرکز د جوړېدو چارو د پیل خبر ورکړل شوی و.
































