دکندهار او زابل ولايتونو په ۲ جلا ترافيکي پېښو کې یو کس مړ او څلور تنه نور ټپيان شوي دي. د زابل ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې په دغه ولایت کې نن سهار د یوې ترافیکي پیښې له امله یو کس مړ او بل ټپي شوی دی. د مالوماتو له مخې ياده پېښه د زابل د شهر صفا ولسوالۍ اړوند «فولادګي» سیمه کې د یو ټېلر او سوزکي موټر ترمنځ شوې او ټپي شوی کس روغتون ته لیږدول شوی دی. په ورته مهال د کندهار ښار د ترافيکو ریاست مسولينو خبر ورکړی، چې د دغه ښار په«دوراهي» سيمه کې د یو فیلډر موټر د اوښتو له امله درې تنه ټپیان شوي دي. دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې په هیواد د ترافیکي پېښو په شمېر کې زیاتوالی راغلی او له بېلابېلو ولایتونو څخه یې راپورونه ورکول کیږي.
































