د خوست ولايت په غلام خان بندر کې د لويو بار وړونکو موټرو لپاره د بشپړو اسانتياوو په درلودلو سره په ۱۰۰ جريبه ځمکه کې تم ځای جوړ او د خوست مرستیال والي لخوا پرانیستل شو. په دغو مراسمو کې د یاد ولایت مرستيال والي مولوي محبوب شاه قانت وویل چې د یاد تم ځای په جوړېدو سره به د غلام خان بندر په اوږدو کې د بار وړونکو موټرو د پارکینګ ستونزه حل شي. نوموړي همدا راز وویل چې په دغه تم ځای کې اداري خونې، د تم ځای هموارکاري، د ساتوونکو خونې، اوبو او برېښنا سیستم او نور اړین ملحقات شامل دي. د یادونې وړ ده چې پر دغه تم ځای ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
































