د امریکا او روسیې ترمنځ د اټومي وسلو د کنټرول په تړاو درې ورځنۍ خبرې پيل شوې دي. د راپورونو له مخې د دواړو هېوادونو استازي به پر هغه تړون بحثونه کوي چې په ۲۰۱۰ز کال کې یې لاسلیک کړی دی. د تړون له مخې دواړه هېوادونه د اټومي وسلو په جوړولو کې کموالی راولي او ترڅنګ یې اجازه نه لري چې تر ۱۵۵۰ ډېرې لرې واټن وېشتونکې اټومي کوپړۍ ځای پر ځای کړي. په دې وروستیو کې د امریکا او روسیې ترمنځ د وسلو پر سر ناندرۍ رامنځ ته شوې دي. دا ناندرۍ هغه مهال ډېرې شوې چې روسیه د لرې واټن ویشتونکو توغندیو په تړاو له یوه تړون ووته او ویلي یې وو چې امریکا دې تړون ته ژمنه نه ده.
































