د صرافانو د سراسري شورا رییس وایي چې د افغانیو زیاتې غوښتنې د نورو اسعارو په ځانګړې توګه ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ کړی دی. د یادې شورا رییس بهرام خان ځدراڼ ویلي، یاده ټولنه د افغانستان بانک سره په همغږۍ هڅه کوي چې د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ثبات وساتي. بهرام خان ځدراڼ وايي، د افغانیو لپاره تقاضا زیاته شوې نو له همدې امله د نورو اسعارو پر وړاندې د افغانیو ارزښت لوړ شوی او په بازارونو کې پر بهرنیو اسعارو راکړه ورکړه هم منعه شوې ده. ځدراڼ د صرافانو له لوري د ډالرو قاچاق رد کړی او وايي، د صراف په نوم نور کسان پیسې له هېواده بهر ته قاچاق کوي. هغه ټینګار کړی چې د افغانستان بانک له هېواده بهر ته د پیسو پر لېږد څارنه کوي. د صرافانو د سراسري شورا رییس زیاته کړې، د سرپرست حکومت له بیا واکمنېدو وروسته نږدې ۲۴۰ صرافانو جوازونه ترلاسه کړي او د افغانستان بانکه یې غوښتي چې نورو صرافانو ته هم جوازونه و ویشي.
































