د افغانستان سرپرست حکومت وایي چې له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځیو او پوهنتونو د پرانیستلو لپاره د حکومت په ستره کچه هڅې روانې دي. د سرپرست حکومت ویاند ویلي، د نجونو پر مخ د پاتې ښوونځيو او همداراز د پوهنتونونو پرانېسته د هېوادوالو غوښتنه ده او په وینا یې سرپرست حکومت د خپلو خلکو غوښتنو ته پام لري. ځینې زده کوونکې د دوی پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو د دروازو پر تړل کېدو له نیوکې سربېره وايي، سرپرست حکومت باید د دوی غوښتنو ته پام وکړي. تر دې مخکې فاینشل ټایمز راپور ورکړی چې، په افغانستان کې د نجونو پر زده کړو د محدودیتونو له لګول کېدو وروسته سلګونه نجونو زده کړیالانو په انلاین بڼه په امریکا او بریټانیا کې زده کړو ته مخه کړې ده.
































