کراچۍ کې د افغانستان د کونسلګرۍ سرپرست وایي، چې د پاکستان له زندانونو څخه ۸۹ افغانان ازاد شوي دي. نوموړي زیاته کړې، چې یاد زندانیان د سند ایالت له بېلابېلو زندانونو ازاد شوي، چې ۶ ماشومان هم پکې شامل دي چې پرون د چمن – سپین بولدک له لارې هېواد ته راولېږدول شول. سرپرست کونسل ویلي، چې لا هم د سند ایالت په زندانونو کې تر ۲۷۹ تنو پورې افغان کډوال بندیان دي، چې د خوشې کېدو لپاره یې هڅې کوي. هغه ویلي چې په وروستیو څو میاشتو کې په مجموعي ډول د سند د ایالت له زندانونو څخه درې زره او ۱۴۲ تنه افغان کډوال خوشې شوي دي.
































