د هېواد د سویل ختیځ زون ولسونو، علماوو، د ملي شورا او ولایتي شوراګانو استازو، قومي او سیاسي مشرانو او د مدني ټولنې استازو په یوه غږ د افغان حکومت او طالبانو له خوا د اختر په دریو ورځو کې د اوربند د اعلان هر کلی کړی دی. دوی دغه راز په ښکېلو لورو غږ کړی چې اعلان شوی اوربند تر پایه تعقیب کړي او چاته اجازه ور نه کړي چې پر وړاندې یې خنډونه جوړ کړي. یادو مشرانو له حکومت او طالبانو غوښتي چې دغه اوربند دې تر دریو ورځو نه محدودوي، موده یې دې نوره هم وغځوي او ژر تر ژره دې بین الافغاني خبرې پیل کړي. هغوی ویلي چې په هېواد کې د روانې جګړې دوام ته نور هېڅ توجیه نه شته او ښکېلې خواوې دې د بین الافغاني مذاکراتو تر بریالیتوب وروسته یو ټولمنلی حکومت رامنځته کړي چې ټولې خواوې پکې خپل ځان وویني. د یاد زون مشرانو او ولسونو دغه راز د هېواد په ټولو قومونو، سیاسي احزابو، ټولنیزو سیاسي شخصیتونو، مدني بنسټونو، ځوانانو او مطرحو مشرانو غږ کړی چې د تاریخ په دې حساسو شېبو کې د ملي یووالي لپاره په ګډه کار وکړي او پرې نه ږدي چې هېواد یوځل بیا د پردیو د دسیسو ښکار شي. تېره ورځ طالبانو او افغان حکومت په بېلابېلو بیانونو کې د لوی اختر په مناسبت په ټول هېواد کې درې ورځنی اوربند اعلان کړ، چې د افغانانو په ګډون یې یو شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو تود هرکلی وکړ.
































