مالیې وزارت وايي، له ایراني چارواکو سره تر هوکړې وروسته یې د اسلام کلا، نیمروز او ابونصر فراهي ګمرکي خدمتونه ۱۶ ساعته کړي دي. د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغو ګمرکونو له لارې دمګړۍ په ورځني ډول ۱۲ سوه باري لارۍ تګ راتګ کوي، چې د کار وخت د ساعتونو په زیاتېدو سره به یې تر راتلونکو درېیو میاشتو شمېر ۲ زرو ته لوړ شي. د مالیې وزارت په وینا، د دواړو هېوادونو ټاکل شوي ګمرکونه به تر دې وروسته هر ورځ د افغانستان پر وخت د سهار له ۸ بجو څخه د شپې تر ۱۲ بجو پورې د سوداګریزو مالونو پرمخ پرانیستي وي او ګمرکي چارې به یې ترسره کېږي. د ماليې وزارت ویاند وايي، د سهار له اتو د شپې تر ۱۲ بجو پورې به ګمرکات فعال وي، چې په وینا یې د سوداګرۍ کچه به ورسره پراخه شي.
































