د خوړو او درملو ملي اداره وايي، تېر زېږدیز کال کې هېواد ته د یو میلیارډ ډالرو په ارزښت درمل وارد شوي، چې په دې کې د کابو ۲۳۵ میلیونه ډالرو په ارزښت یې له قاچاقي لارو هېواد ته وارد شوي دي. د دغې ادارې ویاند ډاکټر جاوید هژیر ویلي، چې د پخوا په پرتله په قاچاقي ډول هېواد ته د واریدونکو درملو کچه کمه شوې ده. د خوړو او درملو ملي ادارې دا هم ویلي، چې د خوړو او درملو د کیفیت په تړاو یې په کور دننه څار هم زیات کړی. یادې ادارې مخکې ویلي و، چې واک ته د سرپرست حکومت له رسېدو وروسته یې د ادارې فعالیتونه ټولو ولایتونو او سیمو ته پراخ کړي او ډېر کسان یې پر دندو هم ګومارلي دي.
































