د اسراییل روغتیا وزارت وایي چې د دې هېواد له لوري د فلسطین په اشغالي سیمو کې د کرونا وبا دوه زره او ۳۰۸ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. دا شمېرې په یوه ورځ کې د مثبتو پېښو تر ټولو لوړ شمېر ښیي. دا پېښې په داسې حال کې ثبتېږي چې د یادې سیمې زرګونه اوسېدونکو له تېرې یوې میاشتې راهیسي د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو پر ضد اعتراضونه پیل کړي دي او د نوموړي د ګوښه کېدو غوښتنه کوي. دوی وایي، چې د نتانیاهو تر استعفا پورې به خپلو اعتراضونو ته دوام ورکړي.
































