د پاکستان د مشرانو جرګې څو غړو پرون د عمومي ټاکنو ځنډولو لپاره یوه جنجالي لایحه په داسې حال کې تایید کړه چې ټاکل شوې وه څو اونۍ وروسته په دې هېواد کې عمومي ټاکنې وشي. په لایحه کې چې تطبیق کیدل یې حتمي نه دي، په دغه هیواد کې سړه هوا، خراب امنیتي وضعیت او د کرونا ویروس قضیو ډېرېدل یو شمېر هغه عوامل یاد شوي چې له مخې یې د فبرورۍ د میاشتې اتمې نېټې عمومي ټاکنو ځنډېدو غوښتنه شوې. د پاکستان د مشرانو جرګه ۱۰۰ غړي لري خو د پرون ورځې په رایې ګیرۍ کې یې یوازې ۱۴ تنه موجود و. د دې هېواد د قوانینو له مخې باید د مشرانو جرګې ټولو غړو څخه لږ تر لږه څلورمه برخه یې موجود وي. د مشرانو جرګې کې موجودو سناتورانو د دې لایحې ملاتړ کړی خو د پاکستان مهمو سیاسي ګوندونو او د مدني ټولنې فعالینو بیا دا لایحه رد کړې ده.
































