په کابل ښار کې د اوړو، بورې، غوړیو او نورو خوراکي توکو بیې ټيټې شوې دي. د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، نن د کابل ښار په بازارونو کې، یوه ۵۰ کیلويي بورۍ قزاقي اوړه ۱۵۱۰ افغانۍ ، يو ۱۶ ليتره پيپ غوړي۱۳۲۰ افغانۍ ، يوه ٢۵ کيلويي بورۍ اعلى وريجې ۲۵۰۰ افغانۍ، يو من شوله يي وريجې۳۳۰ افغانۍ، يو من بوره ۴۳۰ افغانۍ، يو من وطني لوبيا۹۰۰ افغانۍ، يو من وطني مۍ۴۳۰ افغانۍ، يو من وطني نخود۵۷۰ افغانۍ، یو کیلو مایع ګاز ۵۰ افغانۍ، یو لېټر ډيزل ۶۰ افغانۍ او یو لېټر پټرول ۶۶ افغانۍ پلورل کېږي.
































