د وېسټ انډیز او امریکا په کوربهتوب د روان ۲۰۲۴ کال د کرکټ شل اووره سیالیو نړیوال جام د ګډونکوونکو لوبډلو د لوبو مهالوېش اعلان شو چې افغانستان په سي ګروپ کې راغلی دی. د کرکټ نړیوالې شورا لهخوا د لوبډلو د سیالیو اعلان شوي مهالوېش له مخې افغانستان په سي ګروپ کې له وېسټانډیز، نیوزیلنډ، یوګانډا او پاپوا نیو ګېني سره یوځای شوی دی. افغانستان به یاد نړیوال جام کې خپله لومړۍ سیالي له یوګانډا سره وکړي چې د جون پر درېیمه د دوشنبې پر ورځ ۶:۳۰ بجې ترسره شي. همداراز افغان لوبډله به د ګروپ پړاو وروستۍ لوبه د وېسټانډیز پر وړاندې د جون میاشتې په ۱۷مه وکړي. د ۲۰۲۴ کال د شل اووره لوبو نړیوال جام به د جون په لومړۍ پیل او د همدې میاشتې تر ۲۹مې نېټې به دوام وکړي.
































