بهرنیو چارو وزارت وایي چې د ترکیې په وان سیند کې د ډوبې شوې کښتۍ پېښې د قربانیانو شمېر ۶۱ ته لوړ شوی دی چې ۳۴ هغه یې افغانان دي. د یاد وزارت ویاند ګران هېواد وایي چې تر اوسه په دغه پېښه کې د مړه شویو ۱۷ تنو جسدونه کابل ته راوړل شوي دي. نوموړي زیاته کړې چې شپږ نور جسدونه به نن او شپږ هغه به سبا کابل ته را ولېږدول شي. د هېواد په خبره، د پنځه قربانیانو مړي د هغوی د کورنیو په غوښتنه په ترکیه کې خاورو ته سپارل شوي دي.
































