د کندهار ولایتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په میانکو سیمه کې د ۱۰.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د جوړېدونکي بند چارې ۹۰ سلنه بشپړې شوې او ډېر ژر به یې پاتې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د کندهار د ښاروالۍ ویاند ویلي، چې یاد بند ۱۵۰ متره اوږدوالۍ، ۵۰ متره پلنوالی او نهه متره لوړوالی لري، چې د ۱.۵ میلیونه متره مکعبه اوبو د ذخیره کولو وړتیا لري. نوموړي زیاته کړه یاد بند د سیلابي اوبو د مخنیوي او تر ځمکې لاندې اوبو د زیرمې د قوي کېدو لپاره جوړیږي.
































