په میدان وردګو کې د ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت، د پلاستیکي توکو د تولید یوې فابریکې په فعالیت پیل وکړ. د یادې فابریکې مسوولین وايي، چې د دغې فابریکې په فعالېدو سره ۲۰۰ کسانو ته پکې مستقیم او غیر مستقم ډول د کار زمینه برابره شوې ده. دغه فابریکه د پلاستیکي موادو د سایکل کولو وړتیا لري او ورسره هغه پلاستیکي مواد چې چاپریال یې ککړ کړی د بیا ځل لپاره کاروي. بلخوا د صنعت او سوداګرۍ ریاست مسوولین وايي په میدان وردګو ولایت کې د پانګوالو لپاره غوره فرصتونه رامنځته شوي، چې له امله یې سږ کال په دغه ولایت کې یو شمېر پانګوالو په بېلابېلو برخو کې تولیدي کارخونې جوړې کړې دي.
































