د کونړ ولایتي چارواکي، وايي، چې په دې ولایت کې ۱۸۲ پروژې د ۴۷ میلیونه ډالرو په لګښت تر کار لاندې دي، چې زرګونو کسانو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده. د کونړ د اقتصاد رییس عبدالله همت وايي، چې په دې ولایت کې له موسساتو سره ښه همغږي او د ډاډمن امنیت له امله اوس ۳۵ موسسې په دې ولایت کې په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه کوي، چې د ۱۵ میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت کارونه ترسره شوي او پاتې تر کار لاندې دي، چې په زرګونو خلکو ته پکې د کار زمینه برابره شوې ده.
































