د روغتیا وزارت سرپرست احمد جواد عثماني وایي چې په افغانستان او نړۍ کې د کرونا وبا پراختیا ګواښ لا هم موجود دی نو اړینه ده چې خلک روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي. نوموړي نن په کابل کې یوې خبري ناستې ته په خبرو کې ویلي، چې هېوادوال دې د کرونا وبا پراختیا مخنیوي په موخه د راتلونکي لوی اختر ورځو کې روغتیایي سپارښتنې چې د ماسک اغوستل، ټولنیز واټن، په وار وار د لاسونو وینځل، لاس او غېږه نه ورکول دي په جدي ډول عملي کړي. په ورته وخت کې د حج او اقافو وزارت مرستیال امین الدین مظفري هم یادې ناستې ته خبرو کې پر امامانو غږ کړی چې د اختر لمونځ دې په ازاده فضا کې ترسره کړي.
































