په غزني ولایت کې د ۱۱.۳ میلیونو افغانیو په لګښت ۱۵ ټولګټې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د غزني ښاروال محمد نبي حمزه وايي چې په دغو پروژو کې پل او د فرعي کوڅو کانکریټول شامل دي. نوموړي ویلي، چې د یادو پروژو په پلي کېدو کې سلګونه کسانو ته کار زمینه برابره شوې وه.
































