کرنې وزارت د هېواد په څلورو زونونو کې د کرنې، مالدارۍ او اوبولګولو د نویو مېتودونو د دودولو په موخه د کرنې او مالدارۍ کمپلکسونه جوړوي. د کرنې سرپرست وزیر مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د متخصصينو څلور ټيمونه دې د افغانستان څلورو زونونو ته سفر وکړي او ځمکې دې وټاکي چې عملي کارونه یې پيل شي.
































