په روان کال کې د پلخمري ښاروالۍ له لوري د ۲۲۷ میلیونو او ۶۰۶ زره افغانیو په لګښت څلور بنسټیزې او عامه پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. د پلخمري ښاروال عبدالطيف مظلوم ویلي، چې په دغو پروژو کې د يوه سوداګريز مارکېټ جوړول، د پلخمري ښار د درېيمې او څلورمې ناحيو د سړکونو کانګرېت کول، د پلخمري ښار د کرکر سړک جغل اچول او پخول او دغه راز د ښاروالۍ د مرکزي دفتر په ساحه کې د یوه جومات جوړول شامل دي. مظلوم زیاته کړې، چې د يادو پروژو په جوړېدو او بشپړېدو سره د هېوادوالو لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو ترڅنګ زرګونو هېوادوالو ته ګڼې آسانتیاوې هم برابرې شوې دي.
































