په بامیانو ولایت کې د یوې ترافیکي پېښې له امله ۸ تنه ټپيان شوي دي. د بامیانو د امنیې قومندانۍ ویاند محمد خواني رسا وايي، چې د دغه ولایت په مرکز کې د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله ۸ تنه ټپیان شوي دي. دیادې پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي ښودل شوې ده.
































