په کابل د هوا د ککړتیا زیاتوالي د پلازمېنې اوسېدونکي اندېښمن کړي دي. د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي په دې شپو او ورځو کې د کابل هوا وژونکې ګڼي او زیاتوي، چې د هوا زیاتې ککړتیا دوی په بېلابېلو ناروغیو اخته کړي دي. دوی له مسوولو ادارو غوښتنه کوي، چې د هوا د ککړتیا د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي. په همدې حال کې د کابل ښاروالۍ مسوولین وايي، چې د هرکال د ژمي د موسم په رانږدې کېدو سره د هوا د ککړتیا کچه زیاتیږي، خو دوی هڅه کوي، چې په ښارګوټو او د استوګنې په ودانیو کې د فلټرونو په نصبولو سره د ککړتیا مخه ونیسي.
































