د سرپرست حکومت اداري مرستیال د پوهنې وزارت ولایتي رییسانو او امرینو ته د چارو دلا ښې همغږۍ په ورکشاپ کې ویلي، چې شل کلنه دوره کې لرې پرتې سیمې له تعلیمي اړخه له پامه غورځول شوې وې، خو سرپرست حکومت به ټول هېواد په ځانګړي ډول لرو پرتو سیمو ته تعلیم ورسوي. نوموړي ویلي، چې افغان ماشومان باید په اسلامي روحیه وروزل شي. اداری مرستیال همدارنګه په تعلیمي برخه کې په لوړ کیفیت ټینګار کړی دی.
































