د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۹ کورنیو موسسو سره د څه باندې ۱۸ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت د همکاريو سندونه لاسليک کړل. دغه وزارت پر خپله ټویټر پاڼې لیکلي، چې يادې موسسې به دغه اندازه پيسې د فني او حرفوي زده کړو او د يتيمانو د ملاتړ په برخو کې لګوي. کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې ټاکل شوې، نږدې ۸ زره کسان به له دغو مرستو څخه برخمن شي.
































