د غور د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګونې ریاست مسوولین وایي، چې د نباتاتو له بېلابېل ډولو ناروغیو سره سره دغه ولایت کې د تېر کال په پرتله د چهارمغزو حاصلات شل سلنه زیات شوي. د یاد ریاست رییس غلامحمد کاظم ویلي، چې تېر کال په دغه ولایت کې ۵۲۴ عشاریه ۸ ټنه چهار مغز راټول شوي وو او سږ کال دغه رقم ۶۵۶ ټنه دی، چې د تېر په پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي. د یادونې وړ ده، چې په وروستیو کې غور کې د بڼوالۍ کلتور مخ په پراخېدو دی او دا مهال د دغه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې په ۲۱۲۰ هکتاره ځمکه بڼوالۍ کېږي.
































