د اردن هېواد یوه پانګوال احمد غازي تریش د صنعت او سوداګرۍ له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان د کانونو په استخراج پانګونې ته لېوالتیا ښودلې. په دې لیدنه کې د صنعت او سوداګرۍ سرپرست وزیر ویلي، چې افغانستان کې د سرتاسري امنیت په ټینګښت او له پانګوالو د سرپرست حکومت له ملاتړ سره افغانستان کې د نورو هېوادونو په پرتله پانګونې ته ښه زمینه برابره شوې ده.
































