د افغانستان اهل هنود او سیک وګړي وایي چې له افغانستان څخه له وتو پرته بله چاره نه لري. دوی وایي چې ولسمشر غني ورسره ګڼې ژمنې وکړې خو یوه یې هم عملي نه کړه. هغوی زیاته کړې، ولسمشر ورسره ژمنه کړې وه چې د زورواکو له لوري د دوی غصب شوي جایدادونه به بېرته وروګرځوي او خوندیتابه ته به یې جدي پاملرنه کېږي خو دوی لا هم په تر ټولو بې خونده امنیتي وضعیت کې قرار لري او پرته له دې چې له هېواده ووځي بله لار نه لري. د کابل، ننګرهار او غزني ولایت سیک لږکي وایي، هېواد ورته سور اور ګرځېدلی دی او غوره ګڼي چې له افغانستانه ووځي. د یادونې ده چې په کابل کې د هند سفارت ویلي هېواد یې د هغو افغان سیکانو منلو ته چمتو دی چې دغه هېواد ته د ورتګ لیوالتیا لري.
































