د بلخ ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست مسوولین وايي، د یاد ولایت د چمتال او چهاربولک ولسوالیو ترمنځ غځېدلی سړک د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. د بلخ د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس یارمحمد شبیر ویلي چې دغه سړک د بلخ د والي په لارښوونه د یو میلیون افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
































