د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په یوه تازه مرکه کې ویلي، ده هیڅکله له خپل روسي سیال سره د نیویارک ټایمز د هغې ادعا په اړه خبرې نه دي کړې چې ویلي یې وو روسیې په افغانستان کې د امریکایي وګړو د وژنې پر سر طالبانو ته پیسې ورکړې دي. هغه له اکسیوس خبري شبکې سره په مرکه کې زیاته کړې، له دې امله یې له پوتین سره پر یاده موضوع خبرې ونه کړې چې شوې ادعا بې بنسټه وه او په اړه یې هیڅ ډول شواهد موجود نه وو. نوموړي د دې پوښتنې په ځواب کې چې روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي، د افغان شوروي جګړې ته په اشارې وویل، کېدای شي ځکه امریکا هم په هغه دوره کې مجاهدینو ته وسلې ورکولې. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي، د روسیې په اړه باید یو بل څه هم ووایي او هغه دا چې د روسیې پخوانی نوم شوروي و خو د افغانستان له امله په روسیه بدل شو. نوموړي زیاته کړې، دا خبره په دې خاطر کوي چې په خبره یې، ښه به وي روسیه ډېر د افغانستان په مسائلو کې ځان دخیل نه کړي ځکه هغوی د دې کار دروند پور یو ځل پرې کړی دی.
































