د کندوز د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې سږ کال د کبانو په تولیداتو کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. د دغه ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ او حیواني روغتيا آمر ډاکټر نجيب الله حسن وايي، چې په روان کال کې د کندز په کچه ۳۰۰ ټنه کبان تولید شوي په داسې حال کې چې دغه رقم په ۱۴۰۱ کال کې ۲۰۰ ټنه و چې په کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی. ډاګتر حسن زیاته کړه چې د کبانو فارم لرونکي د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له هراړخيز ملاتړ څخه برخمن شوي، چې د ورکشاپونو د ترسره کولو ترڅنګ هغو د کبانو لپاره هر فارم لرونکي باندې ۷۰۰ کیلو ګرامه خوراکي موادو مرسته شوې ده.
































