د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رییس په کابل کې د ترکمنستان له سفیر خواجه عوضاوف سره کتلي دي. د اوسپنې پټلۍ د ادارې د خبرپاڼې پر بنسټ، په دې کتنه کې د ترکمنستان سفیر د هرات – تورغندۍ بندر د ترانزیټي لارې د فرعي لارو د جوړولو د عملي کار د پیل لپاره د ځمکې د پېژندنې غوښتنه وکړه. په خبرپاڼه کې راغلي چې د دې غوښتنې په ځواب کې د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې رييس ويلي چې هرات ولايت ته يې يوه کمېټه لېږلې چې ډېر ژر به ځمکه معلومه کړي.
































