د افغانستان بانک ته د یو مجرم ورتګ د خلکو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی. عبدالغفار داوي چې د کابل بانک پوروړی و او په نهه کاله بند محکوم شوی و د افغانستان بانک له سرپرست اجمل احمدي سره یې په یاد بانک کې لیده کاته کړي دي. د افغانستان بانک د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې داوي په ولسي جرګه کې د هلمند استازي کریم اتل افغانستان بانک ته وروستی خو احمدي بېرته له خپل دفتره ایستلی دی. کارپوهان وایي پوښتنه دا نه ده چې هغه چا وروستی او که خپله ورغلی دی خو مهمه مسئله اوس دا ده چې یو مجرم څه ډول له زندانه د افغانستان بانک د رییس تر دفتر پورې رسېدلی او حکومتي او امنیتي چارواکي ولې چوپ دي. د دې بانک د مرستیالانو او یو شمېر کارکوونکو ګوښه کېدو، په بانک کې د نږدې څلور ساعتونو لپاره د برېښنا پرې کېدو، د امنیتي کمرو بندېدو او دغه راز اوس دې بانک ته د عبدالغفار داوي ورتګ هغه مسئلې دي چې خلکو ته یې ګڼې پوښتنې او اندېښنې پیدا کړې دي.
































