د سویس د بهرنیو چارو وزارت چارواکو خبر ورکړی، چې دوی روان ۲۰۲۴ کال په افغانستان کې خپل دایمي بشري ماموریت پیلوي. د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ټینګار کړی چې د دغه ماموریت موخه داده، ترڅو عامو اړمنو افغانانو ته بشري مرستې ورسوي. د سویس د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې چې قونسلي چارې به له اسلام اباده وړاندې کېږي. سویس په داسې حال کې د بشري مرستو په موخه په کابل کې د یوه ماموریت د پرانیستلو خبر ورکړی چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر اوچا د راپورونو په اساس روان ۲۰۲۴ کال څه باندې ۲۹ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري.
































