د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ سرپرست وزیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له استازې روزا اوتونبایوا او د خوړو او کرنې ادارې له رییس ریچارډ ټرانچارډ سره کتلي دي. په دې کتنه کې د کرنې پر ارزښت، د بزګرانو او مالدارانو د اقتصادي کچې د لوړولو، د روغتیايي او لوړ کیفیت لرونکي خوراکي توکو د برابرولو، د کرنیزو تخمونو د وېش پر زیاتوالي او د مالدارۍ د محصولاتو په اړه خبرې شوې دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې روزا اوتونبایوا د افغانستان له کروندګرو او بزګرانو سره د همکارۍ لپاره د بېلابېلو هېوادونو او سازمانونو له چمتووالی خبر ور کړ او ویې ویل چې ملګري ملتونه د نشه یي توکو د کښت او کار د مخنیوي په برخه کې د افغانستان د سرپرست حکومت د اغېزمن اقدام ستاینه کوي. نوموړي زیاته کړه، مرستندویه هېوادونه او ملګري ملتونه کولای شي، چې د افغان ښځو لپاره مناسبه بودجه ځانګړې کړي، ځکه د کرنې او مالدارۍ ۵۰ سلنه چارې د ښځو له خوا ترسره کېږي.
































