رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د بنګله دېش پر ټاکنو نېوکه کړې او ویلي یې دي چې، یادې ټاکنې ازادې نه وې او د رایو پر ګډوډیو یې اندېښنه ښودلې ده. بنګله دېش کې عمومي ټاکنې وړمه ورځ د څلورم ځل لپاره د دغه هېواد لومړۍ وزیرې شیخ حسینې وګټلې او بیا یې واک ترلاسه کړ.
































