د هرات سیمه ییز مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې زلزله ځپلو لپاره د اقراء په نوم ښارګوټی جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی. دغه ښارګوټی، چې د یوه دیني عالم له لوري د ۳۰ میلیونو افغانیو په لګښت یې کارونه پیل شوي و، پرون بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. دغه دیني عالم ویلي، چې دغه کورونه دوه خونې، یو دهلیز، یو پخلنځی او یو حمام لري. ورته مهال د کجکال په کلي کې زلزله ځپلي د یاد ښارګوټي په جوړولو خوښ دي او وایي، چې دوی لومړني کسان دي، چې په زنده جان کې ورته معیاري کورونه جوړ شوي دي.
































