افغانستان کې د ایران سفیر او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي د یوناما له مشرې روزا اتونبایوا سره کتلي دي. په کابل کې د ایران سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې د دواړو لورو ترمنځ په دې لیدنه کې د ماینونو خطرونو کمولو، د کوکنار لپاره د بدیل کښت او پرلیکه زده کړو برخو کې د ګډو همکاریو په اړه بحث او خبرې کړې دي.
































