د ټولګټو چارو وزارت مسوولین وایي، د کابل – کندهار لویې لارې د بیارغونې چارې چې په شپږو برخو کې پیل شوې وې کارونه يې ۷۰ سلنه بشپړ شوي او یوازې د سپالټ چارې یې پاتې دي، چې په راتلونکې میاشت کې به ګټي اخیستنې ته وسپارل شي. د سرپرست حکومت ویاند هم وايي، چې په ټول هېواد کې رغنیزې پروژې په متوازن ډول دوام لری. نوموړی وايي، د کابل – کندهار د لويې لارې سړک او نورې پروژې اکثره د داوطلبۍ له لارې نړیوالو شرکتونو ته ورکول کېږي، تر څو یې کارونه په چټکۍ سره پر مخ ولاړ شي. د کابل – کندهار یو له هغو لویو لارو څخه ده، چې تر ډیره به پکې د ترافیکي پېښو له امله ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښته.
































