د ترافیکو لوی ریاست هغه اوازې رد کړې چې ویل کېدل، قطر هېواد په افغانستان کې د ټکسیانو د نوي رنګ په اړه اعتراض کړی او ویلي یې دي چې دا د دوی رنګ دی. د یاد ریاست مسوولین وایي، د ټکسیانو د رنګ پروسه په نورماله توګه روانه ده او هېڅ کومه د اندېښنې وړ خبره نشته ده. په کابل ښار کې یو شمېر موټرچلوونکي وایي، همدغه اوازې چې قطر د افغانستان د ټکسیانو د نوي رنګ په اړه اعتراض کړی؛ اندېښمن کړي چې د رنګ شویو ټکسیانو او هغه لګښت چې پرې شوی؛ برخلیک به څنګه کېږي. خو د ټرافیکو لوی ریاست بیا د ټکسیانو د رنګ په اړه د کوم هېواد د اعتراض اړوندې اندېښنې ردوي او وایي چې دا واقعیت نه لري. د ترافیک پولیسو رییس حسیب الله مختار ویلي، چې په دې اړه هېڅ کومه د اندېښنې وړ خبره نشته او د ټکسیانو د رنګ پروسه په نورماله توګه روانه ده.
































