د نورستان اوسېدونکي وايي، چې د روغتونونو او متخصصو ډاکټرانو د نشتوالي له امله اړ دي، چې خپل ناروغان د درملنې لپاره ننګرهار او کونړ ولايتونو ته ولېږدوي، خو د نورستان ځايي چارواکي وايي، چې د ولايتي روغتون د جوړېدو چارې د بشپړېدو په حال کې دي. چارواکي وايي، هڅه کوي چې د اسانتیاوو او متخصص ډاکټرانو د نشتوالي ستونزه هواره کړي. د نورستان د عامې روغتیا رییس ویلي، چې د بېلابېلو ادارو سره يې په ګډه هڅې پيل کړي، څو په دغه ولایت کې د روغتیا برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.
































