د اروزګان په کار او ټولنيزو چارو رياست کې د ماشومانو د ملاتړ صندق يونيسف په مالي ملاتړ ۵۰ بې روزګاره کسانو ته حرفوي زده کړې ورکړل شوې. په دغو مراسمو کې د اروزګان ولايت د کار او ټولنيزو چارو رياست مسوولينو وویل چې د خلکو اړتياوو ته په کتو يې داسې پلانونه جوړ کړي چې په ټول ولايت کې د بې روزګارۍ کچه ټيټه کړي. د کار اوټولنيزو چارو رياست ریيس حافظ ګل اغا وايي، دوی به په راتلونکي کې په حرفوي برخو کې بې روزګاره ځوانانو ته روزنه ورکړي. هغه ځوانان چې تازه له فني او حرفوي زده کړو څخه يې سندونه ترلاسه کړي دي وايي، په دغه ولايت کې لاهم زرګونه کسان شته چې بې روزګاره دي. هغوی له حکومت څخه غوښتنه کوي چې دغه ډول پرګرامونه دې زيات کړي، ترڅو نور بې روزګار ځوانان هم وروزل شي.
































