امریکایي استخباراتو په پټه روسیې ته له طالبانو د ملاتړ په تړاو خبرداری ورکړی دی. یو شمېر بهرنۍ رسنۍ لیکي سره له دې چې ټرمپ د روسیې له لوري طالبانو ته د انعام ورکولو پر مسئله ځان ناخبره ښيي خو د امریکا استخباراتي ادارو په پټه روسیې ته پر همدې مسئله خبرداری ورکړی دی. ديپلوماتیکو سرچینو رسنیو ته ویلي، امریکایي استخباراتو روسیې ته ویلي دوی له طالبانو د ملاتړ او دوی ته د انعام ورکولو په تړاو هر اړخیزې پلټنې کوي او که چېرته دا خبره ثابته شي نو د روسیې لپاره به ښه پایله و نه لري. تر دې وړاندې روسیې هم دغه ډول ګنګوسې رد کړې دي او په خبره یې مسکو له طالبانو سره یوازې دا اړیکه لري چې دوی سولې او بین الافغاني خبرو ته وهڅوي. روسیه وایي له دې هاخوا د امریکا نورې ادعاوې بې بنسټه دي.
































