د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسوولین وايي چې د روان کال په تېرو ۹ میاشتو کې د ۶۰ هېوادونه څه باندې ۷۰۰ بهرنیو سیلانیانو له یاد ولایت څخه لیدنه کړې ده. د یاد ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د ګرځندوی آمر عبدالواحد احدي وویل چې په بلخ کې د بهرنيو سيلانيانو په شمير کې د پام وړ زياتوالی راغلی او د نړۍ له ۶۰ هېوادونو وګړو دغه ولایت ته ورغلي دي. د احدي په خبره، په تېرو نهو مياشتو کې ۷۲۳ تنه بهرني سیلانیان چې ۱۷۰ تنه يې ښځې دي د یاد ولایت له تاریخي او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده. نوموړي وویل چې د ګرځندوى شرکتونو د جوازونو د وېش او د سيلانيانو لپاره د خدمتونو د وړاندې کولو له درکه یې څه باندې يو ميليون ۷۰۰ زره افغانۍ عواید ترلاسه شوي او د دولت خزانې ته سپارل شوي دي.
































